د فرانسوي وژونکي پرضد عملیاتو دویمه ورځ

په فرانسه کې په څو وژنو د تورن وسله وال او د ترهګرۍ ضد حکومتي ځواکونو ترمنځ وسله وال نښته دويمې ورځې ته غځېدلې ده.

د تلوسي په ښار کې په هغه ودانۍ کې د درندو ډزو او چاودنو غږونه اورېدل شوي چې کمانډو، وسله وال محمد مراح په کې کلا بند کړی دی.

له چاودنو سره سم په اسمان کې نارنجي رڼا هم خپره شوې ده.

خبريالان وايي ښايي امنيتي ځواکونو د ودانۍ دروازه الوځولې وي او يا هم دغه چاودنې د مشکوک کس محمد مېراح د وېرولو لپاره شوې وي.

محمد مراح په خټه الجزايری دی او په ورستيو ورځو کې د وژل شويو يهودي ماشومانو په ګډون د اوو کسانو د وژلو شک پرې کېږي.

راپورنه وايي په دې اړه خبرې روانې دي چې هغه په سوله يیز ډول ځان تسليمولو ته وهڅوي.