په مالي کې یاغیانو د ولسمشرۍ ماڼۍ ونیوله

د مالي پولیس وايي، چې د پنجشنبې په ورځ، یاغیانو پلازمېنه باماکو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ونیوله او تر یوڅه جګړې وروسته یې د ځینو وزیرانو په ګډون یو شمېر کسان نیولي دي.

فرانس پرېس خبري اژانس، د یوه یاغي په حواله ویلي، چې ''موږ اوس د ولسمشرۍ پر ماڼۍ واک لرو.''

یوه بل یاغي بیا ویلي، چې د بهرنیو او کورنیو چارو وزیرانو سربېره د مالي چارو ځينې نور چارواکي هم نیولي دي.

پر همدې مهال، یوې خپلواکې سرچینې فرانس پرېس ته ویلي، چې د هېواد ولسمشر احمدو توماني توریه، چې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې پټ و، په تېښته بریالی شوی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا اړوندې شورا په مالي کې پر ښکېلو غاړو د حالاتو د کنټرولولو غږ کړی دی.