شپږ ترکي پوځيان او د کارګر ګوند ۷ جنګیالي وژل شوي

ترکي چارواکي وايي، چې ددغه هېواد په سوېل ختيځ کې د نښتو په ترڅ کې د کردستان د کارګر بيلتون پالې ډلې لږترلږه اووه جنګیالي او شپږ ترکي پولیس وژل شوي دي.

یوې سیمه ییزې سرچینې فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي، چې زرګونه بوځيانو او پولیسو د جودي غر د سمندر او سوریې له پولې سره نژدې په عملیاتو کې برخه اخیستې.

په هوا کې چورلکو هم د پوځيانو ملاتړ کړی دی.

د بي بي سي خبریال وايي، نښته د نوي کال (نوروز) له لمانځنې سره سمه پیل شوې ده.