مصر غزې ته تېل ورکوي

مصر وایې په پام کې لري په غزې کې د تیلو د تر ټولو سخت کړکیچ له ختمولو سره د مرستي په توګه نن ( جمعه د مارچ ٢٣) هغې تراډي ته د تیلو لیږل پیل کړي.

قاهرې د ۹۰۰ زره لیټره ډیزلو پر لیږلو موافقه کړې ده.

دغه تیل به يوۀ برېښناکوټ ته چې د سون توکو د کموالي له کبله د فبرورۍ له نیمایې څخه درېدلى، ورسول شي.

پر دې سربیره به له دغو سون توکو څخه د غزې د امبولانسونو او نورو روغتیایې خدمتونو او هم په ورځ کې د ١٨ ساعتونو د بریښنا د نشتوالي ستونزه هواره شي .