په اورکزیو کې اورپکو درې پاکستاني پولیس ووژل

درې پاکستاني سرتېري وسله والو د اورکزيو په قبايلي سيمه کې افغان پولې ته نژدې وژلې دي. يو راپور وايي چې په دغه بريد کې د طالبانو يو شمېر جنګيالي ښکېل وو. ويل کېږي امنيتي ځواکونو په ځوابي بريد کې د دوی يو شمېر وژلي، خو کره شمېره يې نه ده معلومه. په اورکزيو کې وسله وال پياوړی شتون لري او ډېر کله په پاکستاني ځواکونو بريدونه کوي.