په ارزګان کې د سړک د غاړې ماين يو سناتور وواژه

د افغانستان په سويلي ولايت ارزګان کې د سړک د غاړې ماين د يوه پخواني سناتور په ګډون پنځه کسان وژلې دي.

دغو کسانو په ترينکوټ کې سفر کاوه چې د سپرلۍ موټر يې پر ماين ور وخوت.

یو ځايی قومي مشر هم د وژل شوېو په مېنځ کې دی.

تر اوسه د دغه بريد پړه چا نه ده منلې.