نیمروز کې ترافيکي پېښې ۵ مسافر وژلي

په نیمروز کې ترافيکي پېښې لږترلږه پنځه مسافر وژلي او تر شلو ډېر نور ټپیان دي.

دغه پېښه د يكشنبې په ورځ د نيمروز ولايت اړوند په دلارام ولسوالۍ كې د هرات كندهار پر لويه لار د ۳۰۳ بس او ټيلر بار وړونكي موټر د جنگېدو له امله رامنځ ته شوې ده.

چارواکي وایي چې په دې پېښه کې پنځه د ۳۰۳ موټرسپرلۍ مړه شوې او شل نور ټپيان شوي دي.

د پېښې مړي او ټپيان په شوراب سيمه كې د ملي اردود ځواكونو لخوا روغتون ته لېږدول شوي.