د تاجکستان نوي کال په مېله کې ولسمشران ګډون کوي

د تاجکستان په پلازمینه دوشنبه کې د نووروز نړیوال جشن د افغانستان، پاکستان ، ایران او د تاجکستان د ولسمشران په ګډون روان دی.

د دغو ولسمشرانو په څڼګ کې دغه جشن ته له ګڼ شمیر هیوادونو دبهرنیو چارو وزیران او نور چارواکي ورغلي دي.

ټاکل شوې سبا د ریکا په نوم نړیوال اقتصادي کنفرانس هم پيل شي، چې د افغانستان، پاکستان، ايران او تاجکستان ولسمشرانو پرته به د څلوېښتو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران هم پکې ګډون لري.

په دغه کنفرانس کې د افغانستان د بېارغونې لپاره د مرستو د جلبولو، د همکاريو د همغږۍ او د سيمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو د پیاوړتيا پر سر خبرې کېږي.

افغان حکومت هېله من دی چې دغه کنفرانس د سيمې د هېوادونو د اقتصادي همکارۍ په غوړېدو کې اغېزمن پرېوځي.

د ريکا کنفرانس له ۲۰۰۵ کال راپدېخوا د کابل، نوي ډيلي، اسلام اباد او استانبول په ښارونو کې جوړ شوی او دا ځل يې کوربه د دوشنبې ښار ده.