د تاجکستان په دوشنبه کې چاودنه وشوه

د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د لویو ګاډو تمځای ته څېرمه چاودنه شوې، خو تر اوسه یې د زیان په اړه خبر نشته.

چاودنه د تاجکستان په وخت ټيک دوه بجې او دیرش دقیقې د نوي کال د لمانځغونډې په درشل کې شوې.

د نوي کال لمانځنې ته د تاجکستان، ایران، افغانستان او پاکستان ولسمشران پلازمېنې دوشنبې ته ورغلي.

تر اوسه ددغې چاودنې مسؤولیت چا پرغاړه نه دی اخیستی.

یوه عيني شاهد بي بي سي ته وویل، هغه کس چې پولیس یې په تعقیب کې دي، خپل ځان یې چوولی دی.

په سیمه کې امنیتي کسان د چاودنې ځای ته خلک نژدې نه ورپرېږدي.