اوباما سوري مخالفانو ته ناپوځي مرسته اړینه بولي

امریکايي ولسمشر بارک اوباما او اردوغان د سوریې مخالفې ټلوالې ته د ''ناپوځي مرستو'' استول یوه اړتیا وبلله.

ولسمشر اوباما او د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردعان موافقه کړې، چې په سوریه کې به د حکومت مخالفانو ته، د ارتباطي وسایلو په ګډون مرستې ډیروي.

خو د جنوبي کوریا په پلازمینه سویل کې په امنیتي غونډه ټول په یوه خوله مخالفو جګړه مارو ته د وسلو ورکول رد کړل.

دوی ویل، چې د نوو مرستو په اړه به د (سوریې د ملګرو) په نوم په هغه غونډه کې خبرې وشي، چې راتلونکې اونۍ په ترکیه کې جوړیږي.