د جنوبي وزیرستان نښته کې ۱۶ کسان وژل شوي

د پاکستان قبایلي سیمه جنوبي وزیرستان کې د پوځ او طالبانو ترمنځ په نښته کې څلور پوځيان او دوولس اورپکي وژل شوي دي.

د جنوبي وزیرستان یوه جګپوړي پوځي مشر بي بي سي ته ویلي نښته واڼه ته څېرمه په شین ورسک سیمه کې شوې ده.

چارواکي ویلي هلته پوځ د اورپکو پرضد عملیات پیل کړي دي.

خو اورپکو پر پوځ برید کړی، او څلور پوځيان یې وژلي.

پوځ وايي چې وژل شوي اورپکي د تحریک طالبان پاکستان ډلې جنګیالي دي.

دوی وايي دا لا جوته نه ده، چې په وژل شوو اورپکو کې کوم مهم کس هم شته او که نه.