کوفي عنان پر سوري کړکېچ له روسي ولسمشر سره ګوري

د ملګرو ملتونو او عربې ټولنې ځانګړی استازی کوفی عنان په مسکو کې دی، چې د روسیې له ولسمشر دیمیرې میدویدوف سره د سوریې د کړکیچ د پای ته رسیدو لپاره خبرې وکړي.

د ملګرو ملتونو او عربې ټولنې ځانګړی استازی کوفی عنان په مسکو کې دی، چې د روسیې له ولسمشر دیمیرې میدویدوف سره د سوریې د کړکیچ د پای ته رسیدو لپاره خبرې وکړي.

ښاغلي عنان هڅه کوي، روسیه دې ته وهڅوي، چې د سوریې د ولسمشر بشرالاسد پروړاندې جدي تګلاره غوره کړي.

په همدې حال کې په سوریه کې ډیموکراسۍ پلوي فعالان وايي، د لاریونیانو او امینتي ځواکونو ترمنځ په پرونیو تازه نښتو کې لږ تر لږه ۵۴ کسان وژل شوي دي.

راپورونه وايي، یواځې ۲۵ کسان د سوریې په دریم ستر ښار حمص کې وژل شوي دي.

ویل کیږي، نولس تنه په شمال لودیځ ښار عدلیب او لس تنه نور بیا سراقیب ښارګوټي هغه وخت ووژل شول، چې کله امنیتي ځواکونو پرې برید وکړ.