د سايلکل اوږد مزل د سولې په نوم

د افغانستان د خوست ولايت شپږو ځوانانو د سولې د پيغام خپرولو په نيت د دوشنبه په سهار( د مارچ ٢٦) له خپل ولايته تر پلازمېنې کابل پورې پر بايسکل مزل پيل کړ.

دغه ځوانان وايي چې له کابله به نورو ولايتونو ته هم په بايسکل مزل کوي او ټولو خلکو ته به د سولې پيغام ورکوي.

د خوست او کابل ترمنځ ٢١٠ کيلومتره لار ده چې د سټو کنډو کوتل هم پکې راځي.

دغه ځاى پوخ نه دى چې په ژمي کې ډير کله بنده وي.

سايکل چلوونکيو له ځانونو سره کامرې هم اخيستي او وايي د لارې د خرابۍ عکسونه به اخلي او په کابل کې به يې چارواکو ته ورښيي.