په نیجر کې د ناورین وېره ده

خیریه اداره سیف د چلډرن وايي که په نیجر کې د خوراکي توکو مخ په خربیدونکي بحران لپاره په میلیونه ډالر ځانګړي نه شي نو ناورین به رامنځ ته شي.

نوموړې اداره وايي شپږ میلیون کسان وار دمخه په دغه هیواد کې د فصلونو د نه کیدو او خوراکي توکو د بیو د لوړیدو له امله مرستو ته اړ دي.

د سیف دی چلډرن مشر چې تازه له نایجر نه لندن ته راغلی بي بي سي ته ویلي داسي ماشومان یې لیدلي چې په خوارځواکۍ اخته دي او داسې کورنې یې هم لیدلې چې د خوړو هیڅ نه لري. هغه وویل د خلکو د ژوند د ژغورلو په خاطر باید په بیړه مرستې وشي.