هند پوځي مشر ته د رشوت سپیناوی پلټي

د هند دفاع وزارت وايي د هغو ادعاوو د سپيناوي لپاره يې د رسمي پلتنو امر ورکړی چې ګواکې د پوځ مشر ته د رشوت ورکولو ريښتينی وړانديز شوی وو.

د پوځ مشر وي کي سنګهـ يوه هندي اخبار ته ويلي دي چې د يوې صنعتي کمپنۍ يوه رابط کس ورته د دوه ميليونه ډالرو د ورکړې وړانديز کړی دی.

دی وايي په بدل کې يې له ده غوښتل شوي چې د سلګونه بې معياره ګاډو اخيستل تصويب کړي.

په هند کې رشوت يوه حساسه سياسي موضوع ده.