بوګوټا کې چاودنې ۳ زده کوونکي ووژل

د کولمبیا پلازمېنه بوګوټا کې چاودنې لږترلږه درې زده کوونکي وژلي دي.

کولمبیايي چارواکو ویلي چاودنه هغه مهال وشوه، چې زده کوونکي د الکولو په څښلو لګیا وو.

دوی دا پېښه یوه ناڅاپي چاودنه بولي.

پولیس وايي، د زده کوونکو په دې ودانۍ کې د فارک یاغیانو له خوا اېښودل شوي چاودېدونکي توکي او بمونه موندل شوي دي.

چاودنې یو بل زده کوونکی او ځینې ګاونډيان ټپیان کړي دي.