اوباما: د اتومي پروګرام په ختمولو کې ګډې ګټې لرو

ولسمشر اوباما خپل چينايي سيال هوجېنتاو ته ويلي چې هېوادونه يې د ايران او شمالي کوريا د اتومي پروګرام د مخنيوي په تړاو ګډې، ګټې لري.

دواړو مشرانو د سويلي کوريا په پلازمېنه سيول کې د هستوي وسلو په امنيتي سرمشريزه کې سره وکتل او ولسمشر اوباما له بېجنګ نه وغوښتل چې د خپل کمونست ملګري شمالي کوريا مخه ونيسي.

ده په مستقيم ډول له ايران او شمالي کوريا نه وغوښتل چې خپل هستوي پروګرامونه بند او له مقابلې ډډه وکړي.

ښاغلي اوباما وويل د امريکا متحده ايالات به له روسيې سره د اتومي زراتو د کمولو پر سر هم خبرې وکړي