پاکستان وايي له افغانستان سره مالي مرسته کوي

د پاکستان دولتي رسنۍ رپوټ ورکوي چې دغه هيواد له افغانستان سره د ٣٠٠ ميليونه ډالرو په ارزښت مرسته کوي.

ولسمشر آصف علي زرداري د افغانستان په باب د سيمه ييزو اقتصادي همکاريو په پنځم کانفرانس کې چې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې ترسره شو وويل چې د دۀ هيواد به تر خپله وسه له افغانستان سره مرسته کوي.

ولسمشر زرداري دا هم وويل چې پاکستان او افغانستان د يو بل سره گډې گټې لري او يو باثباته افغانستان د ټولې سيمې لپاره ضروري دى.