په لوېديځو هېوادونو پناه غوښتونکي ډېر شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو اداره وايي په لویدیځو هیوادونو کې د پناه غوښتوونکو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

نوموړې اداره وايي په ۴۴ صنعتي هیوادونو کې په ۲۰۱۱ کال کې د پناه غوښتنې عریضي په سلو کې شل زیاتې شوې وې.

ملګري ملتونه وايي په عربي نړۍ کې بي ثباتي ددې لامل شوه چې په ګڼ شمېر کې د تونس، لیبیا او سوریي وګړي په نورو هیوادونو کې د پناه اخیستو عریضي وکړي.

دغه راز له افغانستان او عاج ساحل نه هم په اروپايي هیوادونو کې د پناه اخیستو ډیرې عریضي شوي دي.