په هند کې چاودنې ۱۵ پولیس ووژل

هندي چارواکو ویلي، چې د دغه هېواد په لوېديځ ایالت مهارشترا کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۱۵ هندي پولیس وژلي دي.

دوی وايي شاید دا ماین د ماویست یاغیانو له خوا خښ کړای شوی وي.

ماویست یاغیان د هند په ځينو ایالتونو کې فعالیت کوي.

دا په تېرو دوو کالو کې پر هندي پولیسو دویم لوی مرګونی برید دی.

د تېرې جنورۍ پر ۲۱ هم د هند په ختيځ ایالت جهارخند کې ورته چاودنې ۱۲ پولیس ووژل، او د ۲۰۱۰ کال په جون کې بیا په چتیس ګره کې ۲۶ پولیس وژل شوي وي.