ساغکوزی وايي د محمد مراح د وژنو وېدیو مه خپروﺉ

د فرانسې ولسمشر نيکولای ساغکوزي له ټولو تلويزيوني چېنلونو غوښتي چې د بنسټپاله وسله وال محمد مراح هغه ويديو خپره نه کړي چې په کې سرتېري او خلک وژني.

په قطر کې د الجزيرې تلويزيون وايي دوی د هغو بريدونو وېډيو ترلاسه کړې چې محمد مراح په کې په سرتيرو او يهودي ښوونځي بريدونه کړې دي.

پوليس وايي دوی اوس په هغه کس پسې ګرځي چې دغه وېډيو يې تر الجزيرې رسولې ده.