د تونس 'النهضة' د اساسي قانون پرځای شرعي قانون غواړي

په تونس کې د تر ټولو لوی ګوند النهضه جګپوړي چارواکي وايي دوی به د محافظه کارانو له خوا دهغو غوښتنو ملاتړ ونه کړي چې وايي په اساسي قانون کې دې دهیواد قانون اسلامي یا شرعي ولیکل شي.

دا ګام به په تونس کې له اوږدې مودې راهسې سیکولر دود په خپل حال پریږدي چې تر ډیره یې دیموکراتیکو قوانینو ته وده ورکړې.