شمالي کوریا وايي ارومرو به توغندی ازمويي

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي که څه هم ځینې هېوادونه ددغه هېواد د توغندي توغولو سخت مخالفت کوي، خو شمالي کوریا راتلونکې میاشت ارورمرو خپل توغندی توغوي.

د امریکا متحده ایالتونو، جنوبي کوریا او جاپان په ګډون ځينو هېوادونو د شمالي کوریا د اوږ واټن ویشتونکي دغه توغندي د توغولو سخت مخالفت کړی دی.

دوی د ملګرو ملتونو له امنیت شورا هم وغوښتل، چې شمالي کوریا دې کار ته پرېنږدي.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت د توغندي په ازمویلو ټينګار کوي، او وايي چې دا کار یوازې د علمي او تحقیقاتي موخو لپاره کوي.