'ماینونه د نړۍ درې پر څلورمه برخه ملکیان وژني'

يو نوی راپور وايي په نړۍ کې درې پر څلورمه برخه ملکيان د سړک د غاړې ماينونو، ګوليو او لاسي بمونو له لاسه وژل کېږي او يا هم ټپيان کېږي.

د وسله وال تاوتريخوالي پر وړاندې د مبارزې د ادارې راپور کاږي تېر کال د ۷۵ سلنې خلکو د تلفاتو راپورونه يوازې له عراق، پاکستان، افغانستان، لېبيا او سوماليا نه ورکړل شوي وو.

دغې ډلې له حکومتونو او نړېوالو ادارو په کلکه وغوښتل چې د اوسېدو په سيمو کې د چاودېدونکو وسلو د کارولو د مخنيوي لپاره ډېر څه وکړي.