سټراس کان د بدلمنو ښځو په موندلو پلټل کېږي

د پیسو د نړیوال صندوق یا ای ایم ایف پخوانی مشر ډومینک سټراس کان په فرانسې کې د هغې ادعا له امله تر رسمې تحقیقاتو لاندې دی چې وايي ده له هغې ډلې سره لاس درلود چې د غونډو لپاره یې فاحشې پیدا کولې.

وروسته له هغه چې د لیلي په ښار کې له نوموړي نه قاضي پوښتي وکړي پر نوموړي لومړني تورونه ولګول شول.

د ښاغلي کان مدافع وکيل ريچارډ ملکا وايي موکل يې په دا ډول غونډو کې حضور نه ردوي، خو وايي نه پوهیده چې هلته حاضرې ښځې فاحشې وې:

''هغه په دې اړه چې ورسره يو ځای شوې ښځې بدلمنې دي بيخي خبر نه وو. که فرض کړو چې هغه په دغو ښځو پوهېده، نو مهمه دا ده چې د فرانسې په قانون کې بدرګه کوونکې نجلۍ سره اړيکې لرل د تيري په مانا نه دي.

د بالغو کسانو ترمنځ د اړيکو لرل کې قانوني چاره ده. ښاغلی کان د تيري پر بنسټ تورن شوی، چې هېڅ وجود نه لري.''