'لغمان د ښځو په جامو کې اورپکي نیولي'

د افغانستان په ختيځ لغمان ولایت کې د ملي امنیت اداره وايي د ښځو په جامو کې یې اووه کسیزه اورپکې ډله نیولې ده.

د لغمان د ملي امنيت ريیس جنرال محمد قاسم عبادي وايي، دغه ډله یې په قرغیو ولسوالۍ کې نیولې ده.

نوموړي ادعا وکړه، چې نیول شوو کسانو د کابل - جلال اباد پر لویه لاره لوټماري کوله.