په کانکور کې یوې پاتې شوې افغانې نجلۍ ځان وژلی

د افغانستان په غزني ولایت کې یوې نجلۍ په تېر کانکور ازموینه کې د پاتې راتلو له کبله ځان وژلی دی.

د جاغوریو ولسوال ظفر شریف وايي، دا نجلۍ طیبه نومېده، چې دوه کاله وړاندې ددې ولسوالۍ د نجونو له یوې لېسې فارغه شوې ده.

نوموړی وايي چې طیبه دوه ځلې په کانکور ازموینه کې پاتې شوې ده.

دی وايي چې هغې خپل ځان زندۍ او وژلی دی.