فلپین وايي د خبریال په وژنې تورن سیاستوال ونیسئ

په فلیپين کې یوې محکمې د هغه سیمه ییز سیاستوال دنیولو امر کړی، چې تیر کال د یوه مشهور خبریال په وژلو کې ښکیل وو.

جویل رېس د پلوان ولایت پخوانی والي و او خبریال ګیرارډو اورټیګا له همدغه ولایته د چاپيریال او دفساد په اړه راپورونه جوړول.

تورن وسله وال کس د دغه خبریال له وژل وروسته نیول شوی وو خو هغه ادعا کوله ، چې د دې پیښې تر شاه نور لوړ پوړ چارواکو لاس وو، چې ازاد ګرځي.فلیبپين په نړۍ کۍ ژورنالیستان ته د خطر له پلوه دویم خطر ناک هیواد دی.