سوري ځواکونو پر 'قلعة المضیق' بریدونه کړي

یوه ورځ له هغې وروسته، چې سوریې د ملگرو ملتو او عربي ټولنې د ځانگړي استازي کوفي عنان له خوا وړاندې شوی سوله ييز پلان ومانه، سوري مخالفان وايي، حکومتي ځواکونو حما ته نژدې په قلعة المضیق مېنې د ټاکونو بریدونه کړي دي.

لندن میشتې د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډله وايي، ځواکونه د ډزو د اوولسمې ورځې پرسهار ښار ته ننوتي دي.

دوی وایي، وسله وال یاغیان هڅه کوي، پر ټول ښار د پوځ د واک مخه ونیسي.

دغه څارونکې ډله درانګه وايي، چې په درعا، ادلیب او حمص کې هم د نښتو راپورونه ورکول شوي دي.