هند وايي ۹۷٪ تاریخ تېر پوځي توکي عصري کوي

د هندوستان د پوځ مشر جنرال وي کې سنګهـ وايي، د دغه هېواد د دفاعي ځواک اووه نوي سلنه توکي له تاریخه تېر شوي، چې عصري کېدو ته جدي اړتیا لري.

دغه خبردارۍ د روانې میاشتې په سر کې لومړي وزیر منموهن سنګهـ ته په یو لیک ورکول شوی او دغه لیک د هندوستان ډي این ای په نومې یو خپرونې تر لاسه کړی دی.

د دغه جنرال څرګندونو په پارلمان کې بحثونه راپورته کړي دي.

د هندوستان دفاع وزیر ویلي، حکومت پر دغو انديښنو غور کوي.