د سودان په سرحدي سیمه لانجه روانه ده

د دويمې ورځې لپاره د سوډان او جنوبي سوډان ترمنځ په يوه سرحدي سيمه کې چې د تېلو شتمنۍ لري، نښتې شوې دي.

سوډاني چارواکو جنوب تورن کړى چې د پولې دې غاړې ته يې بريد کړى دى، خو وايي چې بېرته د جگړو پېلېدل نه غواړي.

جنوبي سوډان وايي چې پر ځواکونو يې له هوا نه بريد شوى او شمال يې تورن کړى چې په سيمه کې د عسکرو په ټولولو بوخت دى.