"نیوز کارپورېشن په سکای ټي وي کې ورانکاري کړې"

په برتانيا کې د رسنيو سمبالوونکې اداره- آفکوم وايي د هغو تورونو پلټنه کوي چې وايي د رسنيو د لوى سوداگر روپرت مرداک شرکت- نيوز کارپورېشن په پټه کمپيوتر ته د ننه وتلو يا "هکولو" له لارې د مرداک په بل شرکت – سکاى ټي وي کې ورانکاري کړېده.

شرکت دغه تورونه رد کړي دي.