افغانستان د امنيتي مسووليت بل پړاو ته ځان چمتو کوي

افغان حکومت وايي، د امنیتي مسوولیتونو د دریم پړاو له بشپړیدو سره به، افغان ځواکونه د دغه هیواد د ۷۵ % خاورې امنیت په غاړه واخلي.

د سیمه ییزو ارګانونو چارواکي وايي، ټاکل شوې ده چې ولسمشر کرزی تر یوې میاشتې پورې هغه سیمې اعلان کړي چې د امنیتي مسوولیتونو د لیږد چارې یې په دریم پړوا کې افغان ځواکونه ته سپارل کیږي.

افغان چارواکي د خپلو ځواکونو پر وړتیا وو ټنګار کوي او تمه ښيي چې د ۳۰۱۳ کال تر پایه به د ټول افغانستان امنیتي چارې په غاړه واخلي. په همدې حال کې فرانسې اعلان کړی چې شاوخوا ۲۰۰ سرتیري یې له افغانستان ايستلي دي.