فراه کې ٢٧ کسه په نښته کې وژل شوي

د فراه ولایت سیمه يیز چارواکي وايي د وسله والو مخالفینو او حکومتي ځواکونو په یوه نښته کې ٢٧ وسله وال طالبان وژل شوي او لږترلږه ٥٠ تنه نور ټپیان دي.

چارواکي وايي دغه نښته د چارشنبه په ورځ( د مارچ ٢٨) د بالابلوک په ولسوالۍ کې شوې چې د مخالفینو اته مړي او او ځینې وسلې هم پر ځای پاتې شوې دي.

طالبانو د خپلو پنځو تنو وژل منلي او وايي چې په هوايي برید کې وژل شوي او ادعا کوي چې په دې نښتو کې لسګونه حکومتي عسکر وژلي او ګڼ نور ټپیان دي.

د فراه ولایت د امنیت آمر غوث ملیار بي بي سي ته وويل نښتې د پرون ورځې تر ماښامه روانې وې چې د پوځ یو قومندان هم پکې ووژل شو.