اسپانيايانو په کاربندۍ لاس پورې کړ

په اسپانیا کې د حکومت له خوا د کارګرانو د چارو د اصلاحاتو پر ضد یو عمومي کار بندیز پیل شوی دی.

په دغه هېواد کې د کارګرانو دوو سترو ټولنو د نوي قانون پر ضد د لاریون غږ کړی دی. د دغه قانون له مخې شرکتونه په آسانه او ارزانه توګه کولای شي چې خپل کارکوونکي له دندو ګوښه کړي.

یو تن لاریون کوونکی د خپل اعتراض په اړه وايي:

"موږ هڅه کوو خلک زموږ دا خوځښت وویني، د نن ورځې خوځښت ډېرې معناوې لري، ځکه لازمه ده چې د کارګرو په اړه له نویو اصلاحاتو سره مقابله وشي، د دې قانونو له مخې به زموږ پلرونه په آسانه توګه له دندو لېرې کړای شي او ځوان نسل ته به د شرطونو له مخې کاري تړونونه ورکول کیږي."