چينايي شرکتونه د کارگرو حقوق نه ساتي

يوه خپلواکه پلټنه ښيي د چين په ځينو شرکتونو کې چي د اپل شرکت ته آیفون او ايپد جوړوي/ ناوړه استفادې کيږي.

د متحدو ايالاتونو د کار منصفانه ټولنه وايي په دغو شرکتونو کې يې د جدي روغتيايي او د نه خونديتوب شواهد موندلي دي او هم يې د فاکس کان په شرکت کې د معاشونو د نه اجرأ کولو په اړه معلومات رابرسيره کړي دي.

دغه پلټنه د فاکس کان په شرکت کې په يوه چاودنه کې د دوه کارگرانو له وژل کيدو وروسته ترسره کيږي په همدې ځاى کې يو شمير کسانو ځان وژنې هم کړي دي.

د کارګرو د ټولنې یو مشر وان هادرین وايي دوی په خپل راپور کې یو شمېر نیمګړیتاو ته پام کړی دی.

"موږ شاوخوا ٥٠ موندنې لرو، ځینې یې د اپل له کود څخه ناوړه ګټه اخیستنې دي او ځینې نورې یې د کار له قانون څخه سرغړونې.

خو ځینې نور یې یوازې ځینې کمزورۍ او نیمګړتیاوې دي چې اداري سیستم راوړل شوى دى چې د ګواښونو نه مراعتول په کې راځي."