د مالي پر کودتاچيانو فشار ډير شوى

د ختيځې افريقا مشرانو د مالي ياغي سر تيرو ته چې د تېري اونۍ پوځي کودتا مشري یې کړې ويلي دي چې په ٧٢ ساعتونو کې قانون پلى کړي که نه د دوى له خوا به پرې بنديزونه ولگول شي.

د ختيځې افريقا مشرانو ويلي له مالي سره به خپلې پولې وتړي او هم به د سيمې له مرکزي بانکونو سره د نوموړي هيواد بانکي حسابونه بند کړي.

دغو مشرانو چې د کودتا له مشرانو سره یې د غونډې پلان درلود د عاج په ساحل کې سره جرگه شوي دي.