کوفي عنان وايي سوريه کې اوربند ښايي ژر وشي

د سوریې لپاره نړیوال استازی کوفي عنان وايي اټکل کوي چې د سوریې حکومت به ژراوربند پلی کړي.

د ښاغلي عنان یوه ویاند وویل اوسمهال په سوریې کې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د ضرب الاجل وخت رارسیدلی دی خو لا هم په دې هېواد کې جګړه نه ده درېدلې.

هغه وویل ښاغلي عنان په سوریې کې د سولې په تړوا د خبرو لپاره ایران ته د یوه سفر پلان لري، خو تر اوسه یې دقیقه نیټه لا نه ده معلومه.

په همدې وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن د سوریې د بحران په اړه سعودي عربستان ته تللې ده.