ويتنام د شرکت په ديوالي کيدا مامورين ونيول

په ویتنام کې یوې محکمې د بېړۍ جوړولو د یوه شرکت نهه تنه پخواني مشران په دې تور نیولي چې د میلیاردونو ډالرو پور له امله دغه شرکت دیوالي شو.

د دغه شرکت پخوانی مشر ویناشین په لوى لاس د دې هېواد د قانون د ماتولو په تور په شل کاله بند محکوم شوی دی.

اته تنه نور له دریو تر نولسو کلونو بند باندې محکوم شوي دي.

د محکمې مشر وویل تورونو کسانو د بهرنیو پانګه والو په وړاندې د ویتنام حیثیت ته زیان رسولی دی.