په جلال اباد کې اسلامي څېړنیز پوهنتون جوړېږي

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت پلان لري، چې د دغه هیواد په ختیځ ښار جلال اباد کې یو اسلامي څیړنیز پوهنتون جوړوي.

وزارت وايي، دغه پوهنتون به په افغانستان کې لومړنۍ پوهنتون وي، چې اسلامي څیړنې پکې د نړیوالو معیارونو سره سمې تر سره کیږي.

د دغه وزارت چارواکي وايي، د دغه پوهنتون د جوړیدو موخه دا ده، چې افغان زده کونکي د اسلامي زده کړو لپاره بهرنیو هیوادونو ته د تګ اړتیا پیدا نه کړي.