سوري نظام له مخالفانو په سخته وېره کې دی

د سوریې حکومت وايي باور لري چې مخالفین یې اوس د راپرځولو هڅه کوي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزرات ویاند جهاد مقدیسې هغه باور لري چې ددوی اوسنۍ جګړه د ثبات د رامنځ ته کولو لپاره ده.

ملګري ملتونه وايي له تېر یوه کال راهیسې چې د ولسمشر اسد د حکومت پر ضد پاڅونونه راپورته شوي شاوخوا نهه زره تنه وژل شوي دي.

ښاغلی اسد وايي د نړیوالې ټولنې د استازي کوفي عنان له خوا د وړاندې شوي شپږ ماده یي پلان پلي کولو ته چمتو دی، خو په سوریې کې لا هم جګړه روانه ده.

په حمص او نورو سیمو کې د درونو بمباریو راپورونه ورکول شوي دي.