ترکي پارلمان په زده کړو کې اصلاحات تصویب کړل

د ترکېې پارلمان د زدکړې په سيستم کې د اصلاحاتو قانون تصويب کړ. چې له مخې به یې ميندي او پلرونه اجازه ولري چې خپل کوچينان په ١٠ کلنې کې په اسلامي ښوونځيو کې داخل کړي.

وړاندې تر دې دا شوني نه وه.

په نوي قانون کې د جبري زدکړو موده له اتو کلونو څخه ١٢ کلونو ته لوړه شوې ده.

حکومت وايي دغه اصلاحات به زده کوونکي وهڅوي چې په ښوونځيو کې تر ډيره وخته پاتي شي، خو دغه قانون پر مذهب نه ولاړ ترکان په غصه کړي دي.