په غزني کې د دوو ماشومانو مړي موندل شوي

په غزني ولایت کې د دوو ماشومانو پر مخونو او بدن تیزاب شیندل شوي او وژل شوي دي.

چارواکو په سیمه کې د بي بي سي خبریال ته ویلي چې د دواړو عمرونه تر پنځلسو کلونو ټيټ دي.

د دغو وژلو شو ماشومانو مړي د غزني د پندې په سیمه کې د ملي اردو ځواکونو موندلي دي.

د دغو وژنو انګېزه لا نه ده معلومه او نه هم چا تر اوسه ددغې پېښې پړه پرغاړه اخیستې.