اخوان المسلمین ولسمشریزو ټاکنو ته کاندید وټاکه

د مصر اخوان المسلمين ډلې پرېکړه کړې ده چې د ولسمشرۍ ټاکنو کې به خپل کانديد ودروي ددې نه وړاندې دې ډلې ويلي وو چې دې ټاکنو کې به برخه نه اخلي.

اخوان المسلمين چارواکو پرون يوۀ خبري کانفرانس ته وويل چې د ډلې مشر محمد خيرت شاطر به د مې په مياشت کې کېدونکو ټاکنو کې د دوى کانديد وي.

خبريالان وايي چې دا پرېکړه ددې ډلې او حاکمې پوځي شورا ترمنځ ترينگلتيا زياتولى شي.