کینیا کې لاسي بم یو کس وواژه

په کېنيا کې د دوو لاسي بمونو د چاودنې له امله يو کس وژل شوی او شل نور ټپيان دي.

وژل شوی کس د ممباسا په شمال کې د عسويانو په يوه لاريون کې هغه مهال ووژل شول چې له يوه موټره لاسي بم پرې وغورځېد.

دويمه چاودنه د ممباسا د سپورت لوبغالي ته څېرمه په يوه هوټل کې شوې ده.

هېڅ يوې ډلې تر اوسه د دغو بريدونو پړه نه ده منلې.