د لېبیا توکمیزو نښتو ۱۵۰ کسه وژلي

په لېبیا کې انتقالي حکومت وايي د توکميزو مخالفو ډلو ترمنځ نښتو کې نژدې ۱۵۰ کسه ژل شوي او سلګونه نور ټپيان دي.

دغه توکميزې نښتې د په سويلي ښارګوټي سبها کې ترسره شوې دي.

حکومت وايي يو مهال دغه ښار د درملو له کمي سره مخامخ شوی وو، خو د لنډ اور بند وروسته اوس دغلته حالت بېرته ارام شوی دی.

د لېبيا لومړی وزير عبدالرحيم الکېب وويل د سولې موافقه پلې کېدونکې ده:

''حکومت د کړکېچ د هواري لپاره خپل پلانونه وړاندې کړي چې اغېز يې کړی دی. موږ د يوه ښه خبر زېری ورکوو او هغه دا چې د نښتو د دريدو لپاره د پخلاينې هڅو پايله ورکړې ده.''