د مالي له تیمبوکټو ښاره حکومتي ځواکونو پښې سپکې کړې

راپورونه وايي له هغه راوروسته چې د طواريق ياغيان د ټيمبوکټو له ښاره راتاو شوي، حکومتي ځواکونو له ښاره پښې سپکې کړې دي.

عيني شاهدان وايي ځايي عرب ملېشې يوازينی ځواک دی چې اوس له ښاره دفاع کوي.

ياغيانو وروسته له هغه دغه ښار کلابند کړ چې په شمال کې يې يو ښار او يوه مهمه پوځي اډه ونيوله.

د بي بي سي د لويديځې افريقا خبريال وايي د ياغيانو پرمختګ د تېرې اوونۍ د کودتاچيانو لپاره يو لوی خجالت دی، ځکه دوی غوښتل چې د دغو ياغيانو پر وړاندې د جګړې نوی محاذ پرانيزي.