زرداري د هند اجمیر ښار صوفي زیارت ته ورځي

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د دې مياشتې په وروستيو کې هند ته د سفر نيت لري.

چارواکي وايي دی غواړي چې د هند په اجمير ښار کې د صوفي زيارت ته ورشي.

دا لا نه ده روښانه چې دی به په هند کې پر سياسي موضوعاتو هم له هندي چارواکو سره وغږېږي او که نه.

دا له تېرو اوو کلونو راهيسې هند ته د پاکستان د يوه ولسمشر لومړنی سفر دی.

په وروستيو مياشتو کې د دغو دوو اتومي وسلې لرونکو هېوادونو ترمنځ اړيکې د يو لړ ناستو او سوداګريزو اړيکو پربنسټ ښې شوې دي.