لېبیا کې لنډمهالی اوربند شوی

د ليبيا د موقت حکومت مشر وايي د جنوبي ښار صبها شا اوخوا کې د نژدې يوې اوونۍ خونړيو جگړو وروسته موقتي اوربند شوى دى.

عبدالرحيم الکيب وايي قبيلوي جگړو له امله نزدې يو سل او پنځوس کسان وژل شوي دي.

خو زياتوي سيمه اوس ارامه ده او حکومتي ځواکونه د صبها مهم ځايونه خوندي کوي.