د آنګ سانګ سوچي پلويان وايي چې دې ټاکنې ګټلي

په برما کې د ضمني پارلماني انتخاباتو مرکزونه چې خلکو په پراخه کچه په کې ګډون کړی وو، تړل شوي دي.

دا د حکومت د هغو ژمنو د پلي کېدو يو ازمېښت دی چې د اصلاحاتو د راوستو لپاره يې کړي دي.

دموکراسۍ پلوي مخالف ګوند په سملاسي ډول اعلان کړی چې د دوی مشره آنګ سانګ سوچي په رنګون کې پارلمان ته ټاکل شوې ده.